د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې د هېواد له وګړو غوښتي چې د روژې میاشتې په لیدلو، تشخیص او نښه کولو کې ورسره همکاري وکړي.
دغې محکمې په یوه خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي چې که میاشت یې ولیده، نو په اړوندو ولایتونو کې دې د دوی محکمو ته شاهدي ورکړي.
طالبانو ویلي چې د هر فرد شاهدي به «د شرعي اصولو پر بنسټ» ارزول کېږي او بیا به وروستۍ پرېکړه د سترې محکمې د میاشتې لیدلو (هلال کمېټې) مرکزي کمېټې له لوري اعلانېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د پوهانو په باور، طالبان او د دوی ستره محکمه په پرمختللې ټیکنالوژۍ سمبال د باور وړ وسایل په واک کې نه لري او ممکن د روژې میاشتې پیل یې نیمګړی وي.
یو شمېر دیني عالمان وايي چې سعودي عربستان د ټولې نړۍ د مسلمانانو لپاره د روژې د پیل او اخترونو د اعلان تر ټولو معتبره مرجع ګڼل کېږي او د افغانستان خلک هم باید له هغوی پیروي وکړي.
خو طالبانو د خپلې تېرې څه باندې څلور کلنې واکمنۍ پر مهال د سعودي عربستان اعلانونو ته ارزښت نه دی ورکړی او ډېر کله په افغانستان کې د ځایي اوسېدونکو پر خبرو تکیه کوي.
په همدې حال کې، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي پر طالبانو نیوکه کوي او هغوی د دیني اصولو په تفسیر کې پر «ځان غوښتنې» تورنوي؛ دوی وايي چې طالبان یوازې پر هغه څه ټینګار کوي چې دوی ته سم ښکاري او ټولشموله اسلامي ارزښتونو ته جدي پاملرنه نه کوي.
