د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د سلواغی ۲۷ – د ۸ بجو خبرونه

د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د ګواښونو په اړه د پاکستان د اندېښنو په دوام، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد، د امنیت شورا له‌خوا د طالبانو پر ضد د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت د غځولو وروستۍ پرېکړه لیک ته په اشارې سره ویلي چې، یاد پرېکړه لیک طالب چارواکو ته روښانه پیغام دی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد پر ضد د ګواښ یا برید لپاره ونه کارول شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ویلي وو، چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.