د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي آر) ویلي دي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې ۲.۹ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، دغه بهیر افغانستان د بشري او اقتصادي بحران په منځ کې له بېساري فشار سره مخ کړی دی.
په افغانستان کې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازي، عرفات جمال، د جمعې په ورځ په جنیوا کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د وروستیو راستنېدونکو په احتساب سره، د هغو افغانانو مجموعي شمېر چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې هېواد ته راستانه شوي یا راستنېدو ته مجبور شوي، شاوخوا ۵.۴ میلیونه تنو ته رسېږي.
د دغه بنسټ د ارقامو له مخې، یوازې په روان میلادي کال (۲۰۲۶) کې نږدې ۱۵۰ زره کسان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
دې ادارې ټینګار کړی چې د دغو راستنېدنو چټکتیا او کچې افغانستان لا ژور بحران ته ټېل وهلی دی؛ هغه هېواد چې په ورته وخت کې د بشري حقونو له پراخو محدودیتونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې، له نازک اقتصاد او پرلهپسې طبیعي پېښو سره لاس او ګرېوان دی.
د نړیوال بانک د تازه راپور له مخې، د کډوالو د راستنېدو له امله د نفوس چټکې ودې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د سړي سر ناخالص تولید (GDP per capita) کچه ۴ سلنه راټیټه کړې ده.
د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ساحوي څېړنې ښيي چې یوازې له نیمایي څخه لږ څه زیاتو راستنېدونکو توانېدلي چې یو ډول کار، هغه هم په غیر رسمي برخه کې ومومي. د دغه راپور پر بنسټ، د ښځو لپاره دا شمېره تر ۲۵ سلنې هم ټیټه ده.
همدارنګه، له نیمایي څخه زیاتې راستنېدونکې کورنۍ د پېژندنې اسناد (لکه تذکره) نه لري او له ۹۰ سلنې څخه زیات یې په ورځ کې له پنځو ډالرو څخه په کمو پیسو ژوند کوي؛ هغه موضوع چې د دغو راستنېدنو د پایښت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.
په ترسره شوې سروې کې، ۵ سلنه راستنېدونکو ویلي چې نیت لري بیا له افغانستان څخه ووځي او له ۱۰ سلنې څخه زیاتو ویلي چې داسې څوک پېژني چې له راستنېدو وروسته یې یو ځل بیا کډوالي کړې ده.
دا بنسټ ټینګار کوي چې دغه پرېکړې ډېری د یوه دوامداره او عزتمن ژوند د جوړولو د ناتوانۍ له امله دي، نه یوازې له هېواده د وتلو د لېوالتیا له امله.
دې ادارې همدارنګه خبرداری ورکړی چې په سیمه کې د پناه اخیستنې د فضا په کمېدو او د قانوني کډوالۍ د لارو په محدودېدو سره، هېوادوال په زیاتېدونکي ډول خطرناکو سفرونو ته مخه کوي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې به اصلي تمرکز د راستنېدونکو پر بېرته مېشتولو، د ملاتړي خدماتو وړاندې کولو، سرپناه او د ژوند د اسانتیاوو په برابرولو وي، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره.
دا بنسټ په ۲۰۲۶ کال کې په ټول افغانستان کې د کورنیو بېځایه شویو او راستنېدونکو د ملاتړ لپاره ۲۱۶ میلیونه ډالرو بودیجې ته اړتیا لري؛ خو تر اوسه د دغه مبلغ یوازې ۸ سلنه تأمین شوې ده.
له دې سره سره، یادې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دغه «حیاتي شیبه» کې خپل مالي ملاتړ زیات کړي او په ورته وخت کې ډاډ ترلاسه کړي چې هیڅوک داسې ځای ته ونه لېږل شي چې حقوق او ازادي یې په خطر کې وي.
