لویدیځه اسیا

زلنسکي: امنيتي تضمينونه د سولې بنسټ دی

انځور- د اکراین ولسمشر زیلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي، باوري امنیتي تضمینونه د کییف او مسکو ترمنځ د سولې لپاره “یوازېنی حقیقي بنسټ او اساس” دی.

د هغه په وینا، دا امنیتي ضمانتونه د دې لپاره مهم دي چې د روسیې له لوري د هوکړو د نقض مخنیوی وشي او د اوکراین پر وړاندې د هر ډول نویو بریدونو یا ترکیبي عملیاتو مخه ونیول شي.

زلنسکي پخپله تازه ویډیويي وینا کې ویلي، چې اروپایي هېوادونه د دې امنیتي تضمینونو په اهمیت ښه پوهېږي.

هغه ټینګار وکړ: «په اروپا کې داسې هېواد نه دی پاتې چې د روسیې په لاسوهنو او د هغوی د بې‌ثباته کوونکو عملیاتو په څرنګوالي پوه نشي. ټول دا هم ویني چې روسي قاتلان، روسي توغندي او روسي بې‌پیلوټه الوتکې (ډرون) څه کوي.»

د اوکراین ولسمشر زیاته کړه، چې د روسیې د راتلونکو لاسوهنو پر وړاندې محافظت او د امنیت تضمین باید ملموس وي، ترڅو د یوې تلپاتې سولې لپاره لاره هواره کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس د خپلو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې ډونالډ ټرمپ د اوکراین او روسیې ترمنځ د یوې هوکړې او همدارنګه د مارچ تر میاشتې پورې په اوکراین کې د چټکو ټاکنو د ترسره کېدو په لټه کې دی.

تر اوسه سپینې ماڼۍ او کییف په رسمي ډول د دغې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.