د پاکستان ولسمشر وایي، طالبانو په افغانستان کې د سپتمبر د ۱۱مې پېښې په څېر یا حتی تر هغه هم بد شرایط رامنځته کړي دي.
آصف علي زرداري زیاته کړې چې د پاکستان ختیځ ګاونډی هېواد د طالبانو ملاتړ کوي او دا موضوع نه یوازې پاکستان، بلکې د سیمې او نړۍ سوله هم له ګواښ سره مخ کوي.
له بلې خوا، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر په یوه غونډه کې د پاکستان پر بهرني سیاست نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اسلاماباد د سیمې له ټولو هېوادونو سره ستونزې لري.
مولانا فضلالرحمن په کنایوي ډول ویلي، له افغانستانه پاکستان ته د انار یوه دانه هم نه شي واردېدلی، خو د ترهګرو لېږد له کوم خنډ پرته روان دی.
په همدې حال کې، د دوشنبې په ورځ طالبانو له پاکستانه د درملو پر وارداتو بندیز د هېواد په ټولو ګمرکونو کې په بشپړ ډول عملي کړ.
د طالبانو د مالیې وزارت وایي، سوداګر باید د افغانستان اړین درمل له نورو هېوادونو وارد کړي.
