د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د دوو جلا ترافیکي پېښو په پایله کې دوه تنه ووژل شول. چارواکي وايي دغه پېښې د چلوونکو د بېاحتیاطۍ او ترافیکي قوانینو ته د نه پاملرنې له امله رامنځته شوې دي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، لومړۍ پېښه د ښار په ګڼهګوڼه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو مازدا ډوله موټر د زیات سرعت او بېاحتیاطۍ له امله یو پلی روان ملکي وګړی وواهه. دغه کس د سختو ټپونو له امله روغتون ته تر رسېدو وړاندې ساه ورکړه.
د یو بل خبر له مخې، د ښار د نهمې ناحیې اړوند “سره پمپ” سیمه کې د یوه ټوډي ډوله موټر او موټرسایکل ترمنځ ټکر شوی، چې په پایله کې یې موټرسایکل چلوونکی ځای پر ځای مړ شوی دی.
په ننګرهار او په ځانګړي ډول د جلالاباد ښار په داخل کې په دې وروستیو کې ترافیکي پېښې په بېساري ډول زیاتې شوې دي.
د سړکونو تنګوالی، د بېشمېره رکشاوو شتون او د تنکیو ځوانانو لخوا د ترافیکي جواز (لایسنس) پرته د موټرسایکلونو او موټرو چلول هغه عوامل دي چې هره ورځ ترې د مرګژوبلې راپورونه ورکول کېږي.
که څه هم د طالبانو تر واک لاندې د ترافیکو مدیریت په ځلونو له چلوونکو غوښتي چې د ښار په داخل کې له احتیاط څخه کار واخلي، خو د قانون نه مراعاتول لا هم د خلکو ژوند اخلي.
