سویلي آسیا

په خیبر پښتونخوا کې ۲۴ وسلوال ووژل شول

انځور- د پاکستان امنیتي ځواکونه ارشیف څخه

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر(آی اس پي آر) د جمعې په ورځ ویلي چې امنیتي ځواکونو په خیبر پښتونخوا کې په دوو جلا استخباراتي عملیاتو کې ۲۴ وسله‌وال وژلي دي. د پوځ په وینا، دا عملیات په اورکزیو او خیبر ولسوالیو کې د وسله‌والو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه ترسره شوي دي.

دا عملیات وروسته له هغه کېږي چې تېره اوونۍ په بلوچستان کې د وسله‌والو ډلو له خوا پراخ او همغږي بریدونه ترسره شول.

د پاکستان حکومتي چارواکو او د بلوچستان اعلي وزیر، سرفراز بګټي ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي او ۲۲ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

بګټي ویلي چې شاوخوا ۲۰۰ وسله‌والو په دې بریدونو کې برخه اخیستې وه او له ملکي وګړو یې د انساني سپر په توګه ګټه پورته کړې وه.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د دغو ډلو مشران په افغانستان کې دي او له هغې خاورې د پاکستان پر ضد ګټه پورته کوي.

که څه هم افغانستان کې د طالبانو ادارې د بګتي خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تېره ورځ د دې ډلې ویاند په دې هیواد کې د نا مسؤله وسلوالو ډلو شتون او اندېښنونو په اړه د ملګرو ملتونو ریپورټ بې بنسټه وباله.

بل لور ته، د بلوڅو د ازادۍ غوښتونکو وسله‌والو ډلو په خپلو خپرو کړو اعلامیو کې د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې رد کړي او د جګړې جلا انځور یې وړاندې کړی دی.

دغه غورځنګ ادعا کړې چې د دوی په بریدونو کې لسګونه پاکستاني نظامیان وژل شوي او دوی توانېدلي چې د کویټې په ګډون په بېلابېلو سیمو کې مهمې لويې لارې وتړي او تر خپل کنټرول لاندې یې راولي.

هغوی په خپله اعلامیه کې دا هم ویلي چې جنګیالي یې د اعلي وزیر دفتر ته نږدې شوي وو او دا عملیات یې د بلوچستان پر طبیعي سرچینو د “پاکستاني قبضې” په غبرګون کې ترسره کړي دي.