د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف وايي، چې د بلوچستان د خونړیو بریدونو عاملین د طالبانو نیابتي ځواکونه وو. د هغه په وینا، د بلوچستان د ازادۍ بښونکي پوځ (بي ایل اې) جنګیالي د هند او طالبانو لخوا د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي او اسلام اباد به په دې اړه پوښتنه وکړي.
د پاکستان دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې اسلام اباد به هند او د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان دواړو ته ماتې ورکړي. هغه وویل: «د هېواد د ځوانانو په مرسته، ستاسو د ټاکل شویو استازو په ملاتړ او د یوه ملي پرېکړه لیک له لارې به په دې جبهه کې هم هند ته ــ د افغانستان له لارې ــ ماتې ورکړو. تاسو باید دا په یاد ولرئ چې دا کسان همدلته زموږ د ټولنې په منځ کې هم شتون لري او موږ په دې برخه کې هم د هند او افغانستان پر وړاندې اقدام او مقابله کوو.»
د پاکستان دفاع وزیر ټینګار کوي چې که د پاکستان ضد یاغیان د هند او د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان لخوا د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي، اسلام اباد به په دې اړه حساب وغواړي او ځواب به ورکړي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پاکستان پر څو ښارونو د بلوڅ وسلهوالو بریدونه ترهګریز بللي او ویلي یې دي چې ترهګري په ټولو بڼو او څرګندونو کې د نړۍ د سولې او امنیت پر وړاندې یو له جدی ګواښونو څخه شمېرل کېږي.
د دې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې د امنیت شورا غړو د وروستیو بریدونو د عاملینو، تنظیموونکو، مالي تمویلونکو او ملاتړو پر حساب ورکولو او عدالت ته د هغوی پر راکاږلو ټینګار کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا ماموریت ویلي: «د امنیت شورا غړو د دغو ناوړه ترهګریزو کړنو د عاملینو، تنظیموونکو، مالي تمویلونکو او ملاتړو پر حساب ورکولو او عدالت ته د هغوی پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
هغوی له ټولو دولتونو وغوښتل چې د نړیوالو حقوقو د مکلفیتونو او د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه لیکونو سره سم، په دې برخه کې د پاکستان له دولت سره فعاله همکاري وکړي.»
که څه هم د پاکستان دفاع وزیر ادعا کړې چې په بلوچستان ایالت کې د فعالو ترهګرو ډلو رهبري په افغانستان کې مېشته ده او له دې هېواد څخه ملاتړ ترلاسه کوي؛ خو طالبانو دغو تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ ان طالبانو د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر څو ښارونو د بلوڅ یاغیانو له بریدونو وروسته هېڅ غبرګون ونه ښود او دا بریدونه یې ونه غندل.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ارقامو له مخې، په بلوچستان ایالت کې په وروستیو بریدونو کې د ۳۱ ملکي وګړو په ګډون ۴۸ پاکستاني وګړي وژل شوي دي.
اسلام اباد ویلي چې د بلوچستان د ازادۍ بښونکي پوځ لسګونه غړي وژل شوي او د هغوی بریدونه مهار شوي دي.
