افغانستان

عادله راز د ملګرو ملتونو د «څو اړخیزې زیانمننې شاخص» کارپوهانو پلاوي غړې وټاکل شوه

انځور- عادله راز

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانۍ سفیره عادله راز، له ۲۰۲۶ څخه تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې د دغه سازمان د «څو اړخیزې زیانمننې شاخص» د کارپوهانو د مشورتي پلاوي د غړې په توګه ټاکل شوې ده.

د کارپوهانو دا پلاوی د پرمختللو هېوادونو، په شمول د افغانستان، د جوړښتي زیانمننو د ارزونې لپاره د «څو اړخیزې زیانمننې شاخص» په پیاوړي کولو کې مهم رول لوبوي.

ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې ویلي چې زیانمننه د تلپاتې پراختیا په لاره کې یو لوی خنډ ګڼل کېږي؛ په ځانګړې توګه په داسې شرایطو کې چې هېوادونه تر بل هر وخت زیات له بهرنیو فشارونو او ټکانونو سره مخ دي.

دا شاخص د ټولو پرمختللو هېوادونو د جوړښتي زیانمننې کچه او د جوړښتي مقاومت محدودیت سنجوي او د یوې تشخیصي وسیلې په توګه د همغږو اقداماتو د لارښوونې، د پراختیایي پرېکړو د ښه کولو او د سرچینو د تخصیص لپاره کارول کېږي.

د دغه مشورتي پلاوي ماموریت، د څو اړخیزې زیانمننې د شاخص د ټینګښت، تړاو او اعتبار تضمینول دي.

د هغوی په دندو کې د شاخص د درې کلنو بیاکتنو ترسره کول، د جوړښتي زیانمننو په کمولو کې د پرمختللو هېوادونو د پرمختګ څارنه، د رامنځته کېدونکو معلوماتو او مفاهیمو ارزونه او د ملګرو ملتونو په سیسټم او له هغه هاخوا د دې شاخص د کارولو د درسونو څېړل شامل دي.

د دې پلاوي غړي چې په انفرادي ډول او نه د حکومتونو په استازیتوب فعالیت کوي، د اقتصادي پراختیا، ټولنیزې پراختیا، د چاپیریال ساتنې، د زیانمننې د سنجش او د مقاومت رامنځته کولو په برخو کې بېلابېل تخصصونه لري.

ملګرو ملتونو ویلي چې د دې پلاوي ترکیب د جغرافیایي او جنیستي پلوه متوازن دی او پکې د دولتي برخې، اکاډمیکو بنسټونو، مدني ټولنې او نړیوالې ټولنې مشران شامل دي.

د یادولو وړ ده چې مېرمن عادله راز د حقوقو او ډیپلوماسۍ په څانګه کې د ماسټرۍ سند لري او د لومړنۍ ښځې په توګه له ۱۳۹۷ څخه تر ۱۴۰۰ لمریز کال پورې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازې وه.

هغې همداراز د ۲۰۲۱ کال له جولای څخه د ۲۰۲۲ کال تر فبرورۍ پورې په متحده ایالاتو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د وروستۍ سفیرې په توګه دنده ترسره کړې ده. تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معینه هم پاتې شوې ده.