د آمو پښتو خبرونه ویډیوګانې

د ۱۴۰۴ د سلواغی ۱۳ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو سفیر په روسیه کې ادعا کړې چې ډېر هېوادونه غواړي د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان بېرته د شانګهای د همکارۍ سازمان ته ور وګرځي.

هغه چې له تاس خبري اژانس سره یې مرکه کړې، ویلي له دې امله چې افغانستان د شانګهای د همکارۍ سازمان ناظر غړی دی، طالبان باید د دې سازمان په غونډو کې ګډون ولري.

روسیه په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي دي.

طالبان چین او روسیه خپل ستراتیژیک متحدین بولي، خو د بشري حقونو فعالان په پرله‌پسې توګه خبرداری ورکوي چې چین او روسیه د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په له پامه غورځولو سره د خپلو ګټو لپاره له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوي.