افغانستان

د سختې واورې له امله د میدان وردګ د څو ولسوالیو لارې وتړل شوې

انځور- د دایکندي واورې

په میدان وردګ ولایت کې د سختې واورې ورېدو له امله، د یو شمېر ولسوالیو مواصلاتي لارې د ټرافیکو پر مخ تړل شوې دي.

په میدان وردګو کې د طالبانو تر ادارې لاندې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د واورې د ډېرښت او خرابې هوا له امله د جلریز، نرخ، سیدآباد، چک، جغتو، دایمیرداد، لومړۍ حصې بهسود او مرکزي بهسود ولسوالیو لارې بندې شوې دي.

د اعلامیې له مخې، د واورې دوامداره ورښت او د هوا سړېدو د تګ راتګ ستونزې پیدا کړې او د مسافرینو لپاره یې خطرونه زیات کړي دي.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست مسوولینو د دې ولایت له اوسېدونکو غوښتي، تر څو چې هوا ښه شوې نه وي او لارې نه وي پرانیستل شوې، دغو ولسوالیو ته له سفر کولو ډډه وکړي.

تر دې دمه د واورې له امله د کوم ځاني زیان راپور نه دی خپور شوی، خو سیمه ییز چارواکي وایي چې د هوا د حالاتو په ښه کېدو سره به د لارو د پرانیستلو هڅې پیل شي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د هېواد په ډېری برخو کې سخته واوره ورېدلې ده.