افغانستان

بریتانیا له افغانستان سره ۸ میلیونه پونډه مرسته اعلان کړه

UN /Newsانځور: یونیسف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، بریتانیا په افغانستان کې د ماشومانو ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکې خوارځواکۍ د مخنیوي په موخه ۸ میلیونه پونډه ځانګړي کړي دي.

یاد صندوق په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا مرسته به د دوی د ادارې له لارې ولګول شي. دا مالي ملاتړ له یونیسف سره مرسته کوي چې د مېندو او په ځانګړي ډول د هغو ماشومانو د تغذیې وضعیت ښه کړي چې د ژوند په لومړیو دوو کلونو کې دي، ځکه دا موده د ماشوم د روغتیا لپاره “خورا حیاتي” ده.

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت چې په دوحه کې مېشت دی، د دې خبر د پخلي ترڅنګ ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمن دی.

د دغه سفارت په اعلامیه کې راغلي: «موږ په ګډه ژمن یو چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ پر وړاندې مبارزه وکړو او د ژوند په لومړنیو ۱۰۰۰ ورځو کې د مېندو، نجونو او هلکانو ملاتړ وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوول «جان ایلیف» تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې تېر کال په دغه هېواد کې د خوارځواکۍ تر ټولو لویه څپه ثبت شوې او «له بده مرغه اټکل کېږي چې وضعیت به نور هم خراب شي.»

نوموړي له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې سخته یخني، له پاکستان او ایرانه د کډوالو راستنېدل او د نړیوالو مرستو کمښت په هېواد کې د خوارځواکۍ د کړکېچ د زیاتېدو اصلي لاملونه دي.

همدغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي «اندریکا راتواته» هم ویلي چې دغه هېواد له دریو لویو ننګونو: وچکالۍ، د کډوالو راستنېدلو او د نړیوالو مرستو له کمښت سره مخ دی.

هغه په یوه ویډیویي پیغام کې څرګنده کړه چې وچکالۍ د افغانستان ۷۰ سلنه نفوس چې په کرنه تکیه لري، اغېزمن کړي او په پایله کې یې د وګړو “خوندي تغذیه” (Food Security) سخت زیانمنه شوې ده.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي په وینا، له ایران او پاکستان څخه د ۲.۵ میلیونه کډوالو راستنېدل او نړیوال مالي بحران چې د بشري او پراختیایي سرچینو د کمښت لامل شوی، د افغانستان پر وړاندې نورې لويې ننګونې دي.

د بشري چارو همغږي کوونکي ټینګار کړی چې تر اوسه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د غوښتنې یوازې ۳۷ سلنه برخه پوره شوې ده.