د ګرینلنډ ټاپو د کنټرول په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو ګواښونو د اروپايي ټولنې توند غبرګونونه پارولي او د ناټو اوږدمهاله اتحاد یې له ننګونو سره مخ کړی دی.
ولسمشر ټرمپ د خپلې دویمې دورې د لومړۍ کلیزې په مناسبت سپینه ماڼۍ کې د یوې خبري ناستې پر مهال، د ګرینلنډ د ترلاسه کولو په اړه خوشبیني وښوده. هغه د اروپايي متحدینو له لوري د رامنځته شوې ترینګلتیا د کمولو په موخه وویل، باور لري چې بالاخره به داسې یوې هوکړې ته ورسیږي چې د امریکا په ګډون به د ناټو ټول غړي هېوادونه پرې خوشحاله وي.
بلخوا، د ولسمشر ټرمپ نږدې سلاکار سکاټ بیسنټ په داووس کې د نړیوالې اقتصادي ټولنې د غونډې په څنډه کې پر متحدینو غږ وکړ چې له احساساتو کار وانخلي.
هغه وویل: “موږ باید اجازه ورکړو چې دا ترینګلتیاوې پخپله سړې شي. په ناټو کې د امریکا غړیتوب نه بېلېدونکی دی او موږ د روسیې او اوکراین د جګړې په درولو کې شریک یو، خو دا په دې مانا نه ده چې د ګرینلنډ پر سر به اختلاف نه لرو.”
ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په داووس کې یوې مهمې غونډې ته وینا وکړي او د خپلې ادارې د تېر یو کال لاسته راوړنې نړیوالو ته وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د اروپايي کمېسیون مشره اورسولا وان ډر لاین هم په داووس کې حضور لري او د ټرمپ د نویو اقتصادي او سیاسي پالیسیو په اړه یې اندېښنې ښودلي دي.
