سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ د روسیې، پولنډ او اسرائیل مشرانو ته بلنه ورکړه چې د (سولې بورډ) په نوم ټولنه کې شامل شي. د دې بورډ موخه د نړیوالو شخړو هوارول او په غزه کې د حکومتولۍ او بیا رغونې د هڅو اداره کول دي.
پداسې حال کې چې نور هېوادونه په دې وړاندیز غور کوي، د منځنۍ اسیا مشرانو په چټکۍ سره دا بلنه ومنله. د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توکایف او د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف مطبوعاتي دفترونو تایید کړه چې مشران یې دغه بورډ کې ګډون ته چمتو دي. دواړو مشرانو ته ډونالډ ټرمپ په میامي کې د جي-۲۰ (G20) سرمشریزې ته هم بلنه ورکړې وه.
بلخوا، کرملین وویل چې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته هم په دغه بورډ کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، چې مشري به یې ټرمپ کوي.
د کرملین ویاند ډیمیټري پسکوف وویل چې روسیه له واشنګټن سره د دې وړاندیز پر «جزئیاتو» خبرې کوي، خو دا یې ونه ویل چې پوتین ګډون ته زړه ښه کړی که نه.
همدارنګه، اسرائیل او د پولنډ نوي ولسمشر کارول ناوروسکي ته هم بلنې ورکړل شوې دي. د برېتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر هم وویل چې هېواد یې چمتو دی د غزي د اوربند په دویم پړاو او د امریکا تر مشرۍ لاندې د دغه بورډ په چارو کې مرسته وکړي.
د دې طرحې په وړاندې په اسرائیلو کې دننه سخت مخالفتونه شتون لري. د اسرائیلو د مالیې سختدریځي وزیر بتسلیل سموټریچ له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه وغوښتل چې د ملکي او نظامي همغږۍ مرکز (CMCC) وتړي.
هغه وویل چې برېتانیا او مصر غوندې هېوادونه چې د اسرائیل «دښمنان» دي، باید له دې مرکز څخه وایستل شي. سموټریچ ټینګار وکړ: «ښاغلی لومړی وزیر، دا یا موږ یو یا هغوی؛ یا بشپړ اسرائیلي کنټرول او د حماس نابودي، او یا هم د دایمي اسرائیلي مېشت ځایونو جوړول.»
ډونالډ ټرمپ په اصل کې دا بورډ په غزه کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د خپل ۲۰ ماده ییز پلان د برخې په توګه وړاندیز کړی و. سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې دا پلان اوس خپل دویم پړاو (بیا رغونه او بې وسلې کول) ته داخل شوی دی.
د هغې مسودې له مخې چې رویټرز لیدلې، ټرمپ په دې بورډ کې د ګډون لپاره ۶۰ هېوادونو ته بلنه ورکړې ده.
کوم هېوادونه چې په دې پروژه کې ۱ ملیارد ډالره پانګونه وکړي، هغوی ته به د دې بورډ د ایمي غړیتوب حق ورکړل شي.
