یوازې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې ۲۰۸۷۴ مدرسې فعالیت کوي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې ۱۲ میلیونه ماشومان په عصري ښوونځیو کې او څه د پاسه دوه نیم میلیونه نور په دیني مدارسو کې پر زده کړو بوخت دي.
په ورته وخت کې، نجونو ته د تعلیم او تحصیل اجازه لاهم نهده ورکړل شوې، چې دا د هېواد په تعلیمي وضعیت کې یوه جدي ستونزه ګڼل کېږي.
بلخوا کارپوهان د مدرسو پر زیاتیدو او د هغه د پایلو په رابطه اندیښنه لري
