افغانستان

ننګرهار کې د ګاز ډبې چاودنې ۱۴ تنه ټپيان کړل

انځور- د پیښې اړوند هوټل څخه

د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله د یوه هوټل ۱۴ تنه کارکوونکي ټپیان شوي دي.

په سیمه کې د طالبانوامنیتي چارواکي وایي چې پېښه د تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې ده.

ځايي امنیتي مسئولین وایي، دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د “سپین خوړ” په سیمه کې په یوه هوټل کې رامنځته شوې ده.

د لومړنیو تحقیقاتو له مخې، چاودنه د ګاز ډبې د پایپ د لېک کېدو او په پخلنځي کې د زیات حرارت له امله شوې، چې په پایله کې یې د هوټل ۱۴ کارکوونکي سوځېدلي او ټپیان شوي دي.

سیمې ته امنیتي ځواکونه په وخت رسېدلي او ټول ټپیان یې د درملنې په موخه نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدولي دي. د روغتون سرچینې او امنیتي مسئولین ډاډ ورکوي چې د ټپي شویو کسانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او تر جدي څارنې لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ژمي کې د ګازو کارول زیاتېږي، چې ډېری وخت د پایپونو د خرابوالي یا بې احتیاطۍ له امله دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

مسئولینو یو ځل بیا پر هوټل لرونکو او عامو خلکو غږ کړی چې د ګازي وسایلو په کارولو کې پوره احتیاط وکړي ترڅو د ورته پېښو مخه ونیول شي.