روسیې په رسمي ډول اعلان وکړ چې د اوکراین پر وړاندې په روانه جګړه کې یې خپل نوی منځنۍ کچې بالستیک توغندی چې “اورېشنیک نومېږي، په بریالیتوب سره کارولی دی.
دا اقدام د جګړې په ډګر کې یو نوی بدلون بلل کېږي چې په مستقیم ډول د لوېدیځو هېوادونو له خوا اوکراین ته د لیرې واټن ویشتونکو وسلو د ورکړې په غبرګون کې ترسره شوی دی.
دا نوی توغندی داسې ډیزاین شوی چې د دفاعي سیسټمونو له خوا یې مخنیوی ستونزمن دی او په ډېر لوړ سرعت سره خپل هدف په نښه کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې دا برید د اوکراین د هغو وروستیو بریدونو ځواب دی چې د امریکا او بریتانیا په مرسته یې د روسیې پر خاوره کړي وو.
د نظامي کارپوهانو په وینا، د دغه ډول وسلې کارول یوازې یو تاکتیکي برید نه، بلکې لوېدیځ او ناټو ته یو جدي خبرداری دی چې روسیه د خپلو وسلو د نوي کولو او کارولو وړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اونیو کې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه یو خطرناک پړاو ته داخله شوې ده؛ په ځانګړې توګه کله چې امریکا اوکراین ته د ATACMS لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو اجازه ورکړه.
د “اورېشنیک” توغندي کارول د روسیې په جنګي ستراتیژۍ کې د “اټومي ګواښ” او “نوي پوځي توازن” یوه برخه بلل کېږي، چې هدف یې د لوېدیځ د مخ پر زیاتېدونکو مرستو مخنیوی او پر کیف باندې د تسلیمۍ لپاره فشار راوستل دي.
دا وضعیت نړۍ یو ځل بیا د یوې لویې نړیوالې جګړې د احتمالي پیل له وېرې سره مخ کړې ده.
