د اوکراین د پوځ لوی درستیز، اولیکساندر سیرسکي اعلان وکړ چې روسي ځواکونو په ۲۰۲۵ کال کې یوازې د اوکراین د خاورې صفر اعشاریه اته (۰.۸) سلنه برخه لاندې کړې، خو په بدل کې یې نږدې ۴۲۰ زره سرتېري قربان کړي دي.
د اوکراین د رسمي ارقامو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې د روسیې ټول تلفات له یو اعشاریه دوه (۱.۲) ملیون سرتېرو اوښتې دي. سربېره پر دې، روسیې په دې موده کې ۱۱۵۰۰ ټانکونه، ۲۴ زره زغره وال وسایط، ۳۷ زره توپخانې سیسټمونه او ۷۸۱ الوتکې له لاسه ورکړې دي.
په دې اړه د الجزیره په خپاره شوي راپور کې راغلي چې روسي ځواکونه لا هم په ډونیتسک کې د “پوکروفسک” او “میرنوهراد” په څېر د مهمو ښارونو په نیولو نه دي توانېدلي.
اوکراین وايي روسیې ۲۰۲۵ کال په داسې حال کې پای ته ورساوه چې، کرملین د سولې له خبرو د تېښتې او د جګړې د دوام لپاره پراخ تبلیغاتي عملیات پیل کړي دي.
په همدې لړ کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ادعا وکړه چې اوکراین د ډسمبر په ۲۹مه د پوتین پر استوګنځي د ۹۱ ډرون الوتکو په واسطه د برید هڅه کړې ده.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر، اندري سیبیها دا ادعا په کلکه رد کړه او ویې ویل چې روسیې تر اوسه د دغه برید په اړه هیڅ د باور وړ شواهد نه دي وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړه چې دا ډول هیڅ برید نه دی شوی او روسیه یوازې د درواغو تبلیغات کوي. که څه هم روسیې دوه ورځې وروسته د ځینو ویجاړو شویو بې پیلوټه الوتکو تصویرونه خپاره کړل، خو د برید ځای او وخت ترې نه شو تاییدېدلی.
د “سوټا” په نوم یوې روسي مخالفې رسنۍ هم راپور ورکړی چې د والډای اوسېدونکو په هغه شپه د هوايي دفاع کوم غږ نه دی اورېدلی او دا برید احتمالاً د کرملین لخوا یوه جوړه شوې کیسه ده.
دغې رسنۍ ویلي چې دا سیمه د ستراتیژیکو توغندیو او ځانګړو نظامي تاسیساتو لخوا په کلکه ساتل کېږي، نو ځکه هغې سیمې ته د ډرون الوتکو رسېدل ناشوني ښکاري.
د واشنګټن د جګړې د مطالعې انسټیټیوټ (آی ایس ډبلیو) هم تایید کړې چې د دغه ادعا شوي برید په اړه هیڅ مستند شواهد، ویډیوګانې او د سیمه ییزو چارواکو راپورونه نشته.
دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په فلوریډا کې له ډونالډ ټرمپ سره تر لیدنې وروسته د امریکا له لوري د نویو امنیتي تضمینونو ژمنه ترلاسه کړې ده.
دغو پرمختګونو د پولنډ لومړی وزیر ډونالډ ټوسک هم هیله من کړی چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې به په اوکراین کې سوله راشي. خو ولسمشر زیلینسکي وايي چې روسیه د پوتین په استوګنځي د برید په څېر د خطرناکو ادعاوو په کولو سره غواړي د ټرمپ له ټیم سره د دوی ډیپلوماټیکې بریاوې زیانمنې کړي او له سولې خبرو پښې وباسي.
