ویډیوګانې

‏دريځ – افغانستان په ۲۰۲۵ کې، د اقتصادي کړکيچونو دوام، راتلونکی به څنګه وي؟

د طالبانو تر ادارې لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت په ۲۰۲۵ کال کې یوازې د آمو سیند د نفتو له ساحې ۱۳۷ میلیون ډالر عاید ترلاسه کړي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د دې وزارت ویاند په داسې حال کې د عوایدو دغه شمېر له ټولو سره شریک کړی، چې طالبان لا هم د هېواد ملي بودیجې د کچې او جزییاتو پټولو ته دوام ورکوي.

ځینې اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې که طالبان د هېواد د ملي بودیجې حد او جزئیات اعلان نه کړي، نو د دې عوایدو د ضایع کېدو او د ملي عوایدو د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره به زمینه برابره شي.