افغانستان

د سالنګ لویه لاره د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه

انځور- شمالي سالنګ له ارشیف څخه

د سختو واورو، د لید ساحې د محدودېدو او توندو طوفانونو له امله د سالنګ لویه لاره د هر ډول وسایطو د تګ – راتګ پر مخ وتړل شو

د طالبانو تر ادارې لاندې د فواید عامې وزارت اعلان کړی چې دغه لویه لاره نن سې شنبه، د مرغومي پر ۹مه، د سهار له ۲:۳۰ بجو راهیسې “په موقتي ډول” تړل شوې ده. د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس، په اېکس پاڼه کې په خپره شوې خبرپاڼه کې له هېوادوالو غوښتي چې تر بل خبرتیا پورې د سالنګونو په لور حرکت ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم دغه لاره د واورې د ورېدو او طوفان له امله بنده شوې وه.

سالنګ د هېواد یو له مهمو ستراتیژیکو لارو څخه ده چې ۹ شمالي ولایتونه له مرکز، جنوب، لوېدیځ او ختیځ سره نښلوي.

 د کارپوهانو په وینا، د دغې لارې بندېدل نه یوازې سوداګرو ته مالي زیانونه اړوي، بلکې عام ولس هم له سختو ننګونو سره مخ کوي.