روغتیا

په غزني کې د شري ناروغي زیاته شوې ده

انځور- غزني په شري اخته یو کوچنی

د یخنۍ په رارسېدو سره، په غزني ولایت کې د شري (سرخکان) په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی. په دغه ولایت کې ډاکټران وايي چې د تېر کال په پرتله د ناروغانو، په ځانګړې توګه د ماشومانو شمېر په بې‌ساري ډول لوړ شوی دی.

د ډاکټرانو په وینا، دې موضوع په غزني کې جدي روغتیايي اندېښنې راپیدا کړې دي.

د غزني ځینې اوسېدونکي وايي چې دا ناروغي د ژمي په پیل سره په ماشومانو کې په چټکۍ سره خپره شوې ده.

دوی ټینګار کوي چې نه عامه پوهاوی او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی د دې لامل شوی چې په لومړیو پړاوونو کې دا ناروغي جدي ونه ګڼل شي.

ډاکټران وایي چې په ډېری مواردو کې شری په لومړیو ورځو کې د زکام او تبې له نښو سره پیلېږي او کورنۍ ناوخته د هغې په خطر پوهېږي؛ دا هغه څه دي چې د درملنې پروسه له ستونزو سره مخ کوي.

د غزني یو اوسېدونکی عبدالله وايي: «د ورور لور مې له تېرو شپږو یا اتو ورځو راهیسې په شري اخته ده. په لومړیو کې نه پوهېدو، فکر مو کاوه زکام ده؛ تبه یې لرله او خواړه یې نه خوړل. هلته مو درمل ورته وکارول، بیا مو دلته راوړه او څو شپې بستر وه، اوس ښه شوې ده.»

د غزني د ولایتي روغتون ډاکټران د دې ناروغۍ زیاتوالی تاییدوي او وايي چې د واکسین کمښت په دغه ولایت کې د شري د خپرېدو یو له اصلي لاملونو څخه دی.

په ولایتي روغتون کې یو تن ډاکټر سیدالله وايي: «په غزني ولایتي روغتون کې د شري د ناروغانو شمېر اوس خورا زیات شوی دی. یو لامل یې د ماشومانو نه واکسین کېدل دي. په هغو سیمو کې چې واکسین نه دی شوی، دا د عامې روغتیا وزارت دنده ده چې ټولو سیمو ته لاسرسی پیدا کړي او واکسین تطبیق کړي.»

سره له دې، یو شمېر ناروغ لرونکي په روغتون کې له زیاتې ګڼې ګوڼې او اقتصادي ستونزو شکایت کوي. د غزني یو بل اوسېدونکی عبدالولي وايي: «دلته اقتصاد کمزوری دی، هیڅ نه لرو. کله چې دولتي روغتون ته هم راځو، نو ګڼه ګوڼه بیخي ډېره وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د غزني ډېری اوسېدونکي له غربت او د لومړنیو اسانتیاوو له نشتوالي سره لاس او ګرېوان دي او د ناروغانو درملنه ورته سخته شوې ده. دوی له مسؤلو بنسټونو غواړي چې غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، ترڅو په سړه هوا کې د شري ناروغۍ د نور خپرېدو مخه ونیول شي.