د هلمند ولايت د نوزاد ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې ماشومان يې د شونډو چاک (لبچاک) او تالو چاک (کامچاک) په ناروغيو اخته دي، خو د درملنې لپاره لازم مالي توان نه لري.
د نوزاد ولسوالۍ د اوسېدونکو په وينا، يو شمېر ماشومان د موسمي ناروغيو د شدت له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي خو، کورنۍ وړيا روغتيايي او درملنې خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
په نوزاد ولسوالۍ کې د ماشومانو د شونډو او تالو چاک ناروغۍ د خلکو لپاره له جدي اندېښنو څخه ګڼل کېږي.
د بريالي په څېر سلګونه ماشومان، په دې ناروغۍ اخته دي؛ داسې ناروغي چې درملنه یې له تخصصي طبي خدمتونو او درنو مالي لګښتونو سره ممکن ده.
خو د بريالي پلار وايي، چې د خپل ماشوم د درملنې توان نه لري.
د هلمند ولايت اوسېدونکی، لغمان خان وايي: «دا ماشوم د مور شيدې نه شي څښلای او زه اړ يم چې ورته وچې شيدې واخلم. د وچو شيدو پېرل هم زما له وسه پورته دی. ماشوم په درد اخته دی او خواړه نه خوري. ټوله ورځ له سختو ستونزو سره تېرېږي. هېڅ څوک او هېڅ بنسټ زما ماشوم درملنه نه کوي او زه د درملنې مالي توان نه لرم.»
سربېره پر دې، د نوزاد ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې ګڼ شمېر ماشومان په نورو ناروغيو، په ځانګړي ډول موسمي ناروغيو، اخته دي؛ هغه ناروغۍ چې که پر وخت يې درملنه ونه شي، د ماشومانو ژوند ګواښي.
د هلمند يو بل اوسېدونکی راز محمد وايي: «په دې ولسوالۍ کې ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا يوازې د يو يا دوو ماشومانو خبره نه ده، بلکې ډېر ماشومان مري. دلته يو کلينيک شته، خو سمه درملنه نه کوي. يوازې موږ ته راجستر پاڼه راکوي او وايي چې بل ځای ته ولاړ شئ. تاسو د دې ماشومانو څېرې وګورئ، چې په کوم حالت کې دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د بهرنيو طبي مرستو له بندېدو وروسته، زرګونه دايمي او موقتي روغتيايي مرکزونه، چې ډېری يې په کليوالو سيمو کې فعال وو، تړل شوي دي؛ له دې وضعیت سره د هېواد په کچه د ناروغانو پر روغتيايي حالت جدي منفي اغېزې کړی دی.
