د راپورنو په اساس چې پاکستان او د لیبیا د ملي پوځ (Libyan National Army – LNA) ترمنځ د تر ۴ میلیاردو امریکایي ډالرو پورې یو لوی دفاعي او د وسلو د تجهیزاتو تړون شوی دی.
ویل کېږي چې دا معامله د پاکستان د پوځ د لوی درستیز عاصم منیر او د LNA د مرستیال قومندان صدام خلیفه حفتر ترمنځ په بنغازي ښار کې د یوې لوړپوړې پلاوي لیدنې وروسته وروستۍ شوې ده.
د راپورونو له مخې، په دې قرارداد کې د پاکستان لهخوا د پرمختللو پوځي تجهیزاتو برابرول شامل دي، چې پکې JF-17 جنګي الوتکې، Super Mushak روزنیزې الوتکې او نور دفاعي توکي شامل دي. د دغو تجهیزاتو ټولیز ارزښت تر ۴ میلیاردو ډالرو زیات اټکل شوی دی.
که څه هم لیبیا له ۲۰۱۱ کال راهیسې د ملګرو ملتونو د اسلحې د بندیز لاندې ده، خو پاکستاني چارواکو ویلي چې دا معامله د نړیوالو بندیزونو خلاف نه ده او یا یې د اړوندو ادارو څخه لازمې رسمي اجازې ترلاسه کړې دي.
تر دې دمه د ملګرو ملتونو لهخوا د دې تړون په اړه کوم رسمي دریځ نه دی اعلان شوی.
چارواکي ټینګار کوي چې دا تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکاریو د پراخېدو نښه ده. دا هم ویل شوي چې دا معامله د تړون تر کچې محدوده ده او تر اوسه عملي پړاو ته نه ده داخله شوې، یعنې وسلې لا لیبیا ته نه دي سپارل شوې.
شنونکي وایي، که دا تړون عملي شي، نو دا به د سیمې په پوځي توازن اغېز ولري او د پاکستان د دفاعي صنعت لپاره به یو مهم پرمختګ وبلل شي.
په عین حال کې، د دې تړون سیاسي او نړیوالې اغېزې لا هم د څېړنې او بحث موضوع دي.
ورته مهال د لیبیا حکومت د پوځ لوی درستیز، جنرال محمد علي احمد الهدّاد، د یوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې وژل شوی دی.
په دې الوتکه کې ورسره نور څلور لوړپوړي پوځي چارواکي هم سپاره وو چې ټول یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ترکي چارواکو د پېښې په اړه رسمي پلټنې پیل کړې دي، خو تر اوسه د الوتکې د غورځېدو کره لامل نه دی اعلان شوی.
