د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر وايي طالبان یو انتخاب لري یا پاکستان یا ټي ټي پي، په دې رابطه پاکستان کې یوه غونډه هم جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې عاصم منیر ادعا وکړه چې په ټي ټي پي کې ډیر شمیر افغانان شامل دي او باید دغه حالت ختم شي. بلخوا طالبان دا ادعاوې ردوي او زیاتوي چې ټي ټي پي د پاکستان مشکل دی او اسلام اباد خپل مسولیت درک کړي.
