د «قرغیز ۲۴» خبري اژانس د راپور له مخې، د قرغیزستان د وز لوبې (بزکشۍ) د ملي ټیم اته لوبغاړي د ډسمبر له لسمې نېټې راهیسې په افغانستان کې دي او هلته د وزلوبې په سیالیو کې ګډون کوي.
د قرغیزستان د «کوکبرو» فدراسیون ویلي، چې د تېر کال په سیالیو کې هم له قزاقستان، ازبکستان او قرغیزستان څخه ورزشکاران افغانستان ته بلل شوي وو او د ځایي لوبډلو په ترکیب کې یې لوبې کړې وې.
د یادې سرچینې په وینا، هغه ټیم چې دوه قرغیزستاني لوبغاړي، کوبانیچ سلطاناولو او دستان روسلاناف، ورسره یوځای شوي وو، په پایله کې د وز لوبې د سیالیو اتلولي خپله کړه.
سرچینه زیاتوي، چې له دې وروسته یو بل ټورنمنټ هم ترسره شو، خو دا ځل د مینهوالو په غوښتنه یوازې د قرغیزستان لوبغاړي وربلل شوي او په ټولیز ډول اته ورزشکارانو په دغو سیالیو کې برخه واخیسته.
یاد لوبغاړي د څو ځایي لوبډلو ترمنځ ووېشل شول او سیالیو ته ښکته شول.
فدراسیون همدارنګه ویلي، چې «کوکبرو» په افغانستان کې د «د «قرغیز ۲۴» خبري اژانس د راپور له مخې، د قرغیزستان د بزکشۍ یا «کوکبرو» د ملي ټیم اته لوبغاړي د ډسمبر له لسمې نېټې راهیسې په افغانستان کې حضور لري او د بزکشۍ په سیالیو کې ګډون کوي.
د قرغیزستان د «کوکبرو» فدراسیون ویلي، چې د تېر کال په سیالیو کې هم له قزاقستان، ازبکستان او قرغیزستان څخه ورزشکاران افغانستان ته بلل شوي وو او د ځایي ټیمونو په ترکیب کې یې لوبې کړې وې.
د یادې سرچینې په وینا، هغه ټیم چې دوه قرغیزستاني لوبغاړي، کوبانیچ سلطاناولو او دستان روسلاناف، ورسره یوځای شوي وو، په پایله کې د بزکشۍ د سیالیو اتلولي خپله کړه.
سرچینه زیاتوي، چې له دې وروسته یو بل ټورنمنټ هم ترسره شو، خو دا ځل د مینهوالو په غوښتنه یوازې د قرغیزستان لوبغاړي وربلل شول او په ټولیز ډول اته ورزشکارانو په دغو سیالیو کې برخه واخیسته.
یاد لوبغاړي د څو ځایي ټیمونو ترمنځ ووېشل شول او سیالیو ته ښکته شول.
فدراسیون همدارنګه ویلي، چې «کوکبرو» په افغانستان کې د «بزکشۍ» په نوم پېژندل کېږي او د دغه هېواد له زړه پورو دودیزو لوبو څخه ګڼل کېږي.»
