د ښځو آنلاین پوهنتون اعلان کړی، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې له ۱۷ زرو څخه زیاتو هغو نجونو ته، د زدهکړو د دوام زمینه برابره کړې ده چې له لوړو زدهکړو بېبرخې پاتې شوې وې، .
یاد تعلیمي بنسټ د خپل فعالیت درېیمه کلیزه کې د سلګونو محصلانو په حضور کې له بېلابېلو محفلونو سره ونمانځله.
د پوهنتون مسوولان وایي، دغه مرکز د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۲مه، پر نجونو د تعلیمي محدودیتونو له وضع کېدو یوه اوونۍ وروسته جوړ شو او تر اوسه په کې د سلګونو رضاکارو استادانو له لوري تدریس شوی دی.
د پوهنتون د معلوماتو له مخې، په ۱۶ بېلابېلو څانګو کې تعلیمي پروګرامونه وړاندې شوي او تر دې دمه یې د فراغت دوه دورې لرلې دي.
په ورته وخت کې د بسنټ د محصلینو لپاره د رواني مشورې کلینیک جوړ کړی او وایي، چې یو شمېر فارغین د کار بازار ته داخل شوي دي.
د ښځو آنلاین پوهنتون زیاتوي، چې له نړیوالو علمي بنسټونو سره یې د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي او د محصلینو د ګډو غوښتنلیکونو له لارې یې د آنلاین زدهکړو د رسمیت پېژندنې طرحه د اروپا پارلمان ته وړاندې کړې ده.
