سیمهییزو چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د روسیې په کراسنودار سیمه کې د تور سمندر پر غاړه د اوکراین په یو برید کې دوو کښتیو او دوو تمځایونو (پیرونو) ته زیان اوښتی او په یو کلي کې یې اور لګولی دی.
د رویټرز دخبر له مخې د کراسنودار سیمې عملیاتي مرکز په ټیلیګرام کې خبر ورکړی چې د تور سمندر په «وولنا» ترمینل کې د کښتیو ټوله عمله په خوندي ډول ایستل شوې ده.
چارواکي وايي چې د برید له امله لګېدلی اور تر ۱۵۰۰ متر مربع سیمې پورې خپور شوی او د ګرینویچ په وخت سهار تر دوو بجو پورې لا هم مړ شوی نه و.
اوکراین په وار وار کراسنودار سیمه، چې د روسیې د انرژۍ صادراتو او پوځي لوژستیک لپاره خورا حیاتي ده، په بې پیلوټه الوتکو په نښه کړې ده. دغه سیمه له کریمیا سره ګاونډۍ ده او د اوکراین له سویل څخه د ډرون الوتکو په واټن کې پرته ده.
د وولنا کلی د کرچ تنګي په هغه پله (کریمیان برج) پورې نږدې پروت دی چې د روسي ځواکونو لپاره یوه مهمه اکمالاتي لاره ګڼل کېږي او د روسیې اصلي خاوره له کریمیا ټاپووزمې سره نښلوي.
