متحده ایالتونه

امریکا په نړیوالو اوبو کې د ونزویلا د تېلو لیږد دویمه محموله درولې

د امریکا متحده ایالاتو حکومت د ونزوېلا پر ضد د بندیزونو د جدي تطبیق په لړ کې، د دغه هېواد د تېلو یو ټانکر د کارائیب سمندر په نړیوالو اوبو کې نیولی دی.

دا په تېرو دوو اوونیو کې دوهم ځل دی چې د ونزوېلا د تېلو ټانکر د امریکا د ساحلي ساتونکو له لوري ضبط کېږي.

امریکایي چارواکي وايي، دا اقدام د بندیزونو د سرغړونې د مخنیوي لپاره شوی، خو د ونزوېلا حکومت دا کار «ښکاره غلا او غیرقانوني تښتونه» بللې ده.

کاراکاس خبرداری ورکړی چې خپل شکایت به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړي.

شنونکي باور لري چې دا پېښه به د واشینګټن او کاراکاس ترمنځ سیاسي او اقتصادي ترینګلتیا نوره هم زیاته کړي او د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو به هم اغېز ولري.