Uncategorized @ps افغانستان رسنۍ

د رسنیو ملاتړ سازمان: فرانسې حکومت دې هغو افغان خبریالانو ته ویزې ورکړي، چې پاکستان او ایران کې سخت وضعیت سره مخ دي

پاریس کې د افغان خبریالانو ملاتړ لاریون د ګډونوالو عکس

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان د افغان خبریالانو د «سخت، ناعادلانه او خواشینوونکي» وضعیت په اړه اندېښنې ښودلې او ویلي یې دي چې د پناه‌غوښتنې د دوسیو د ارزونې اوږدې پروسې د لسګونو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

یاد سازمان ،دغه راز د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون او د فرانسې د ژورنالستانو ملي اتحادیې مشرتابه، د شنبې په ورځ، په یوه اعلامیه کې ویلي چې په پاکستان او ایران کې مېشت لسګونه افغان خبریالان له خپلو کورنیو سره له یوه بې‌ساري بحراني وضعیت سره مخ دي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان اعلامیې له مخې، د یو شمېر خبریالانو د پناه‌غوښتنې دوسیې یا رد شوې دي او یا له مرکو وروسته د اوږدې مودې لپاره بې‌ځوابه پاتې دي، او ځینې نور اوس هم له سفارت سره د انټروي ته په تمه دي؛ هغه حالت چې د دوی ژوند یې د نامعلوم برخلیک او روحي فشار سره مخ کړی دي

په اعلامیه کې راغلي چې په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان له سختو اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ، درنو رواني فشارونو، د پولیسو له دوامدار ځورونې، پرله‌پسې نیونو او د جبري شړلو له ګواښ سره مخ دي.

دغه سازمان زیاتوي چې د ځینو خبریالانو وضعیت تر دې کچې خراب شوی چې ان د ځان‌وژنې هڅو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

په همدې حال کې، د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان ویلي، هغه خبریالان چې په زور یا د مجبوریت له مخې کابل ته ستانه کړل شوي، له جدي امنیتي ګواښونو، تعقیب، نیونو، تري تم کېدو او د بشري حقونو له نورو سرغړونو سره مخ دي؛ داسې وضعیت چې نه یوازې د خبریالانو ژوند، بلکې د هغوی د کورنیو او ماشومانو راتلونکی هم له جدي خطر سره مخ کړی دی.

یاد سازمان ټینګار کړی چې د ټولو دغو ستونزو سره سره، فرانسه د ډېری افغان خبریالانو لپاره د یوازینۍ هیلې په توګه پاتې ده.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان په وینا، شاوخوا ۱۵۰ افغان خبریالان په ایران او پاکستان کې د فرانسې د ویزې په تمه دي، او یوازې په تېره یوه اوونۍ کې یو شمېر خبریالان له پاکستانه افغانستان ته په جبري ډول شړل شوي دي.