لویدیځه اسیا

د اوکراین پر سر معامله؛ فلوریډا کې د ټرمپ او روسیې مخامخ ناسته

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ فلوریډا ایالت ته د خپل سفر خبر ورکړی، چې تمه ده هلته د اوکراین جګړې د پای ته رسولو او یوې نوې معاملې پر سر له نړیوالو مشرانو او روسي استازو سره حساسې خبرې اترې وشي.

د ټاس نیوز د خبر له مخې ټرمپ خبریالانو ته وویل چې فلوریډا ته یې دا سفر یوازې د کاري موخو او مهمو ناستو لپاره دی.

د دغه سفر تر ټولو حساسه برخه په میامي کې د ټرمپ د نږدې استازو سټیو ویټکوف او جیرډ کوشنر لیده کاته دي، چې ویل کېږي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي کیریل دیمیتریف سره به مخامخ وګوري.

 په ورته وخت کې د اوکراین، بریتانیا، فرانسې، جرمني، ترکیې او قطر استازي هم په میامي کې راټول شوي ترڅو پر یوې ډیپلوماټیکې حللارې بحث وکړي.

نړیوالې خبري سرچینې، په ځانګړې توګه ((وال سټریټ ژورنال))، د ټرمپ د نږدې سلاکارانو له خولې د احتمالي معاملې په اړه داسې وايي چې ټرمپ غواړي په لومړي ګام کې د جګړې اوسنۍ کرښې «کنګل» کړي او د دواړو لورو ترمنځ شاوخوا ۸۰۰ میله «بې وسلې شوې سیمه» رامنځته کړي چې امنیت به یې د اروپایي ځواکونو پر غاړه وي.

 د دې معاملې له مخې، اوکراین باید لږ تر لږه د ۲۰ کلونو لپاره د ناټو د غړیتوب هڅه ونه کړي، خو په بدل کې به یې امریکا د روسیې د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره کییف ته د پرمختللو وسلو ورکولو ته دوام ورکوي.

د دغې معاملې هدف دا دی چې روسیه د خپلو نیول شویو سیمو پر ساتلو قانع کړي او اوکراین ته د امنیتي تضمینونو په ورکولو سره جګړه سمدستي بنده کړي.

دا ډیپلوماټیکې هڅې په داسې حال کې چټکې شوې چې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په خپله کلنۍ خبري ناسته کې یو ځل بیا په ټینګار سره وویل چې د روسیې شرطونه ((نه بدلېدونکي)) دي. پوتین روښانه کړه چې روسیه به تر هغو له خپلو اهدافو تېره نشي، ترڅو اوکراین په بشپړ ډول د ناټو له غړیتوب لاس وانخلي او د جګړې په ډګر کې رامنځته شوي نوي پوځي حقایق (د سیمو لاندې کول) په رسمیت ونه پېژندل شي.

بلخوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په خپلو وروستیو څرګندونو کې د ټرمپ د دغه ډول احتمالي پلانونو په اړه خپله اندېښنه ښودلې ده. زیلینسکي ټینګار کړی چې د اوکراین د خاورې پر سر هر ډول معامله او د روسیې تر ولکې لاندې د سیمو پرېښودل د منلو نه دي.

هغه په ډاګه کړې چې اوکراین د خپل امنیت لپاره د ناټو د غړیتوب په پرتله بل هېڅ “بدیل” نه لري او یوازې د وسلو ورکول د روسیې د راتلونکو بریدونو مخه نشي نیولی.

 د کییف چارواکي وايي، هره هغه معامله چې د اوکراین د بشپړې ازادۍ او د ناټو د تضمین پر ځای یوازې د جګړې پر کنګل کولو ولاړه وي، په اصل کې پوتین ته د بل برید لپاره د فرصت ورکولو په مانا ده.

روسیې همداراز ویلي چې دوی له امریکا څخه د دغو ډیپلوماټیکو اړیکو او د اوکراین له پلاوي سره د شویو بحثونو په اړه د جزیاتو په تمه دي.

شنونکي په دې باور دي چې په میامي کې د پوتین د سختو شرطونو او د ټرمپ د ((چټکې معاملې)) د غوښتنې ترمنځ ټکر ښايي دا خبرې اترې له جدي ننګونو سره مخ کړي.