لویدیځه اسیا

پوتین: د اوکراین په اړه زموږ شرطونه نه بدلېدونکي دي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپله لویه کلنۍ خبري ناسته کې اعلان وکړ، چې د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د دوی شرطونه هماغه دي چې ۱۸ میاشتې وړاندې یې وړاندې کړي وو. پوتین په خپلو خبرو کې د هیڅ ډول جوړجاړي نښه ونه ښودله او ټینګار یې وکړ چې روسیه به له خپلو اهدافو تېره نه شي.

رویټرز په دې اړه خپاره کړي راپور کې وايي چې نوموړي د سولې لپاره خپل اصلي شرطونه روښانه کړل او ویې ویل، چې اوکراین باید له ناټو سره د یوځای کېدو هوډ په بشپړ ډول پرېږدي. پوتین زیاته کړه چې کییف باید له هغو څلورو سیمو څخه خپل ځواکونه وباسي چې روسیه یې اوس د خپلې خاورې برخه بولي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړې د ختمولو لپاره پر یوې معاملې ټینګار کوي. پوتین که څه هم وویل چې روسیه د سولې خبرو ته چمتو ده، خو په ډاګه یې کړه چې دا خبرې یوازې د روسیې د شرطونو او ګټو په پام کې نیولو سره منلی شي.

د جګړې د ډګر په اړه پوتین ادعا وکړه چې د روسیې پوځ اوسمهال په ټولو کرښو کې د پرمختګ په حال کې دی او اوکرایني ځواکونه یې په شا تمبولي دي. بل لور ته، اوکراین دا ادعاوې نه مني او وايي چې دوی لا هم په کلکه مقاومت کوي او د روسیې پرمختګونه خورا واړه دي.

پوتین د ناټو او لویدیځ پر سیاستونو هم سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې لویدیځ تل هڅه کړې روسیه محاصره او سپکه کړي. هغه دا جګړه د روسیې د ملي امنیت او بقا لپاره یوه برخلیک ټاکونکې مبارزه وبلله چې تر بریا پورې به دوام لري.

ولادیمیر پوتین له ۲۰۰۱ کال راهیسې دا ډول کلنۍ ناستې کوي ترڅو د ولس او نړۍ پوښتنو ته ځواب ووایي. سږنۍ ناسته یې ځکه مهمه وه چې لویدیځ هېوادونه د اوکراین د مالي ملاتړ په اړه له کورنیو اختلافاتو سره مخ دي او په واشنګټن کې د واک بدلون ممکن د جګړې پر برخلیک لوی اغېز وکړي.