فرهنګ او هنر

توره بوړه له جګړې تر سیاحت؛ د ګرځندوی په مرکز بدلېږي

هغه سیمه چې یوه ورځ پکې د نړۍ تر ټولو درنې بمبارۍ کېدې او نوم یې له جګړې او باروتو سره غوټه و، اوس د طالبانو د حکومت لخوا د یوې لویې سیاحتي سیمې په توګه معرفي کېږي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي تخنیکي پلاوي ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې، د پچیراګام ولسوالۍ تاریخي او ستراتیژیکه سیمه «توره بوړه» رسماً د یوه نوي سیاحتي مرکز او «ساتل شوې ساحې» په توګه وارزوله.

وزارت وايي، یاد پلاوي په خپل دې سفر کې د دره‌ نور ولسوالۍ د وتران، د اچین د کږې لمنځې، د پچیراګام د تورې بوړې او هارون بابا، او د خوږیاڼو ولسوالۍ د پنګو چم سیمې له نږدې لیدلې او دا سیمې یې د طبیعي ښکلا او تاریخي مخینې له اړخه د کورني او بهرني سیاحت لپاره خورا مناسبې وبللې.

د طالبانو د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه ارزونه کې نه یوازې د سیمو طبیعي ارزښت، بلکې د سیلانیانو د راجلبولو لپاره د لارو جوړولو، ارام ځایونو او نورو اړینو خدماتو د برابرولو امکانات هم په دقیق ډول څېړل شوي دي.

 د پلاوي په وینا، ننګرهار د “همېشه بهار” ولایت په توګه داسې ګڼې سیمې لري چې که پاملرنه ورته وشي، د هېواد د ګرځندوی په صنعت کې به لوی بدلون راولي او د سیمه ییزو خلکو په اقتصاد کې به مثبت رول ولوبوي.

توره بوړه، چې د سپین غره په زړه کې د سمندر له کچې په ۳۰۰۰ متره لوړوالي کې پرته ده، په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان د معاصر تاریخ یو له خورا پیچلو جګړیزو جبهو څخه وه.

 دغه سیمه په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا د بریدونو پر مهال د القاعده شبکې د پناه ځای په توګه د نړۍ د پاملرنې مرکز شوه او په سمڅو کې یې تر ټولو سختې جګړې وشوې.