ټاکل شوې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا په بله ناسته کې چې د ناروې په همکارۍ د تړلو دروازو شاته ترسره کېږي، افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان سیاسي رول وارزول شي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د ملګروملتونو په سازمان کې د ناروې د سفیرې له خوا خپره شوې، راغلي چې د دې ناستې مشري ناروې پر غاړه لري او په هغه کې به د افغانستان سیاسي وضعیت وارزول شي.
د ملګروملتونو سازمان په امنیت شورا کې د ناروې سفیرې مونا جول په دې اړه وویل: «موږ د افغانانو وضعیت ته سخت اندېښمن یو؛ ځکه هغوی له ګڼو ناورینونو سره مخ دي. د دې لامل چې موږ غړي په دې توګه سره راغونډوو، دا دی چې د افغانستان د سیاسي وضعیت په تړاو غیررسمي او انتقادي بحث ولرو او وڅېړو چې د امنیت شورا څنګه کولای شي په ترټولو ښه توګه، په راتلونکي کې د ملګروملتونو سازمان د سیاسي ماموریت له اړخونو ملاتړ وکړي.»
ټاکل شوې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا په راتلونکې ناسته کې افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ (یوناما) د رول په اړه خبرېاترې وشي. افغانستان کې د یوناما نوې رییسه رزا اتونبایوا به هم په دغه ناسته کې وینا وکړي.
په ملګروملتونو سازمان کې د ناروې سفیرې وویل: «له دې امله چې د روان کال په پای کې د ناروې د ریاست دوره پایته رسېږي، موږ غواړو افغانستان د شورا د کار په لړ کې ولرو او د یوناما د ماموریت په اړه چې ټاکل شوې د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې يې نېټه پایته ورسېږي مرسته وکړو.»
د امنیت شورا خبرداري د طالبانو لپاره لازمي اړخ نه لري
په همدې حال کې سیاسي چارو شنونکي وایي چې د ملګروملتونو سازمان ناستې به د افغانستان وضعیت بدل نه کړي او ډېری دغه ناستې عملي اړخ نه لري.
د سیاسي چارو شنونکي شفیقالله شفیق وویل: «د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا ناستې په تېر یوه کال کې له اندېښنو سره یو ځای وې؛ هغه اندېښنې چې د بشري حقونو، د ښځو حقونو او د ښځو د زده کړو د حق په تړاو وې. دغه ناستې د مسایلو ژوروالي ته پام نه کوي او تل د طالبانو په نصیحت سره، هغوی ته خبرداري ورکړل شوي چې الزامي اړخ نه لري.»
شفیق ټینګار وکړ: «زما په باور دغه ناستې نه شي کولای د افغانستان په سیاسي وضعیت کې کوم بدلون راولي. دغه ناستې یوازې د نړیوالې ټولنې اندېښنه څرګندوي.»
د نړیوالو اړیکو شنونکي سید مهدي افضلي هم د دې په بیانولو سره چې افغانستان کې د کورنیو شرایطو نه روښانه کېدل او په سیاسي مدیریت کې د طالبانو کمزوري د دې لامل شوې چې په هېواد کې د نړیوالو لوبغاړو لاره لا پرانیستل شي وویل: «د نړۍ بېلابېل هېوادونه هڅه کوي ترڅو په استخباراتي کړنلارې سره د افغانستان وضعیت لا پېچلی کړي.»
په داسې حال کې چې افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو او واک ته د طالبانو له بیا رسېدو ۱۵ میاشتې تېرېږی، طالبان د ملګروملتونو په سازمان کې استازی نه لري او هېڅ هېواد تر اوسه هغوی په رسمیت نه دي پېژندلي.
افغانستان کې د نجونو د منځنۍ دورې او لېسو پرانیستل، د ټولګډونه حکومت رامنځته کول، د بشري حقونو مسایل او نور موارد له طالبانو د ملګروملتونو سازمان د غړو نورې غوښتنې دي چې تر اوسه کومه پاملرنه نه ده ورته شوې.