د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیاء احمد تکل ویلي، له رسمي بلنې سره سره به طالبان د سیمې هېوادونو د ځانګړو استازو په هغه غونډه کې چې ټاکل شوې ده په تهران کې ترسره شي، ګډون ونه کړي.
ښاغلي تکل د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي چې طالبان له سیمه ییزو سازمانونو، فارمټونو او دغه راز دوه اړخیزو میکانیزمونو څخه په ګټې اخیستنې سره په دوامداره توګه له سیمییزو هېوادونو سره خپلې اړیکې پرمخ وړي او په دې برخه کې د ده په وینا “د پام وړ عملي پرمختګونه شوي دي.”
ټاکل شوې ده چې تهران به روانه اونۍ کې د افغانستان په اړه د یوې سیمییزې غونډې کوربه وي، چې ار تمرکز یې د طالبانو او اسلامآباد ترمنځ د کړکېچ پر حل دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د طالب استازي د حضور یا نه حضور په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ویل شوي چې دا غونډه به د پاکستان، تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین او روسیې د ځانګړو استازو په ګډون ترسره شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې د دوی وزارت په سیمه کې د شته فارمټونو په پیاوړتیا سره پر سیمییز تفاهم او همکاریو باور لري او غوره بولي چې سیمییز تعاملات په همدې چوکاټونو کې دوام وکړي.
په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې د طالبانو او اسلامآباد اړیکې بې ساري خرابې شوې دي. پر افغانستان د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو سربېره، د طالبانو او پاکستان سرحدي ځواکونو په دې موده کې څو ځلې فرضي کرښې ته څېرمه وسله والې او مرګ ژوبلې لرونکې نښتې هم کړې دي.
د ستونزې د حل لپاره په استانبول، دوحه او ریاض کې څلور پړاوه خبرې اترې بې پایلې پای ته رسېدلي، او په دې موده کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ هم تړل شوې پاتې دي.
