ویډیوګانې

دريځ – د افغانستان او پاکستان پر روان وضعيت له ‏آصف علي خان دراني سره ځانګړې مرکه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تېرو دوو میاشتو کې پنځه جګړې شوې، چې دغه وضعیت د دواړو هېوادونو په تاریخ کې بې‌ساری دی. د جګړې اور به کوم هېواد وسوځوي؟

بلخوا د سولې خبرې اترې له خنډ سره مخ دي او تر اوسه قطر، ترکیې او سعودي عربستان ونه‌توانېدل چې دغه ستونزه حل کړي.

دغه جګړه تر ټولو ډېر زیان ملکیانو ته رسولی دی. د لانجو پایلې څه کیدای شي او څه باید وشي؟