د افغانستان د ولسي محکمې قاضې میرنا فروتې،چې له ایټالیا څخه راغلې، نن د ولسي محکمې په ناسته کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې ښځې د طالبانو د محدودیتونو له امله په روغتیايي برخه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
هغې د طالبانو د محدودیتونو په اړه وویل چې طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې د نجونو او ښځو زدهکړې بندې کړې.
د هغې په وینا، هغه څوک چې ښوونځي ته نشي تللی، هڅه کوي چې بدیله زدهکړه په آنلاین ډول دوام ورکړي.
هغې زیاته کړه چې طالبان ښځې له پامه غورځوي او د روغتیايي مرکزونو نشتوالی یا نهلاسرسی ښځې له جدي او ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
