د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي، نن پنجشنبه د طالبانو د اړوند علماوو د تازه پرېکړهلیک په غبرګون کې ویلي چې دا یو مثبت پرمختګ دی، خو د پاکستان لپاره بسنه نه کوي. هغه ویلي، طالبان باید خپلې ژمنې په لیکلې بڼه وړاندې کړي، ځکه چې تېرې ژمنې یې نه دي عملي شوې.
دا غبرګون وروسته له هغه څرګند شو چې په کابل کې له زرو زیات علماءو وویل چې هېڅوک حق نه لري بل هېواد ته د جګړې یا جهاد لپاره ولاړ شي.
دغه ناسته د پاکستان د وروستیو هوایي بریدونو په غبرګون کې جوړه شوې وه.
په پرېکړهلیک کې د طالبانو نظام شرعي بلل شوی او ویل شوي چې د هغه دفاع پر ټولو مسلمانانو واجب ده.
هغوی دا هم وویل چې د افغانستان خاوره باید د بل هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي، او هر څوک یا ډله چې دا کار کوي متخلف بلل کېږي.
په دې پرېکړهلیک کې د افغانستان د خاورې دفاع فرض عین اعلان شوې او ویل شوي که پر افغانستان برید وشي، ټول افغانان د دفاع مکلفیت لري. د طالبانو اړوند علماوو له اسلامي هېوادونو هم غوښتي چې خپل اړیکي د اسلامي ورورولۍ پر بنسټ تنظیم کړي.
