افغانستان بشري حقوق

ملګري ملتونه: افغانستان کې د بشر حقونه له جدي ګواښ سره مخ دي

د یوناما د بیرغ انځور

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي چې په افغانستان کې خلک د ژوند، زده کړو، کار او بیان له حقونو محروم دي. نړیواله ټولنه باید د بشر د حقونو د خوندي کولو لپاره جدي اقدام وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارد بېنیت ویلي چې په هېواد کې د بشر حقونه له جدي ګواښ سره مخ دي. هغه څرګنده کړې چې ښځې او نجونې د زده کړو، کار او عامه ژوند له حقونو محرومې شوې دي او د بیان ازادي یې سخت زیانمنه شوې ده.

بېنیت د بشر د حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:

«د بشر حقونه د ملګرو ملتونو په بنسټیزو اصولو کې شامل شوي ترڅو سوله، مساوات او کرامت خوندي شي. دا حقونه د دې لپاره جوړ شوي چې د ناانصافۍ مخه ونیول شي، کوم چې ګڼ شمېر خلک، په ځانګړې توګه په افغانستان کې، نن ورځ ورسره مخ دي.»

راپورونه ښيي چې عام خلک د روغتیايي خدمتونو، خوراک او نورو اساسي اړتیاوو کمښت سره مخ دي. زرګونه کورنۍ د ژوند لومړني امکاناتو ته لاسرسی نه لري. همدارنګه اقلیتونه او مدني فعالان د تبعیض او ناانصافی ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو راپورونه څرګندوي چې دغه وضعیت د بشري حقونو جدي نقض دی او د خلکو د ژوند کیفیت یې په پراخه توګه اغیزمن کړی دی.

د ملګرو ملتونو استازي ټینګار کړی چې د بشر حقونه عمومي، د نه معاملې وړ او د ټولو لپاره مساوي دي. نړۍ باید ناانصافی او ظلم عادي ونه ګڼي او د خلکو د کرامت، مساوات او حقونو ساتنه لومړیتوب وګرځوي.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا په ورستیو کې پرېکړه وکړه چې د تېرو او روانو سرغړونو د څارنې لپاره یوه خپلواکه اداره جوړه کړي، ترڅو د قربانیانو لپاره عدالت تامین او د مسؤولینو حساب ونیول شي.