افغانستان بشري حقوق

د قزاقستان د پارلمان رییس: سږکال له افغانستان سره له ۲۵۰۰ ټنه ډېره بشري مرسته شوې ده

د قزاقستان د پارلمان مشر عکس

د قزاقستان د پارلمان رییس وايي، دغه هېواد سږکال افغانستان ته له ۲۵۰۰ ټنو څخه زیات خوراکي توکي، درمل او اړین مرستندویه توکي لېږلي دي او د دغه راز یې د جمعي امنیت تړون غړو هېوادونو غوښتنه کړې چې د مرستو د ښه همغږۍ لپاره دې په آلماتي کې د ملګرو ملتونو سیمه‌ییز دفتر وکاروي.

د قزاقستان د پارلمان مشر یرلان قوشانوف دا څرګندونې ، مسکو کې د جمعي امنیت تړون سازمان غړو هېوادونو د پارلمان په اتلسمه غونډه کې کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د بشري ملاتړ موضوع ځانګړې یاده کړه.

قوشانوف ویلي، بشري مرستې چې پکې خوراکي توکي، درمل او اړین ژوندانه مواد شامل دي د افغانستان د خلکو د ستونزو د کمولو لپاره د قزاقستان له هڅو یوه مهمه برخه ده.

ښاغلي قوشانوف د سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د آلماتي دفتر له لارې دې د نړیوالو مرستو همغږي نوره هم پیاوړې کړي.

د قزاقستان د پارلمان رییس ټینګار وکړ چې سیمه‌ییزه همکاري، هم د امنیت او هم د بشري مرستو په برخه کې، د افغانستان د بشري بحران د راکمولو لپاره بنسټیز اهمیت لري.

د قزاقستان د چارواکو په وینا، په دې غونډه کې د افغانستان د مرستو تر څنګ، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، د نشه‌يي توکو قاچاق او د سیمې د امنیتي ګواښونو په اړه قوانین او سپارښتنې هم وڅېړل شوې.

د غونډې په پای کې اعلان وشو چې د جمعي امنیت تړون سازمان دوره‌ییز مشري به د ۲۰۲۶ میلادي کال د جنوري له لومړۍ نېټې څخه روسیې ته ولېږدول شي.