د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمېسیون وايي چې په تېر یوه ورځ (یکشنبه، د لېندۍ ۱۶مه) کې پاکستان ۳۱۵۹ کډوال ویستلي دي.
د دې کمېسیون په وينا، له دې سره هم مهاله ۱۹۰ نور افغانان هم په اجباري او اختیاري ډول له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
ویل کېږي چې دغه کډوال د تورخم، سپینبولدک، بهرامچې، پل ابریشم او اسلام کلا پر لارو هېواد ته داخل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تر دې یوه ورځ مخکې هم ۲۸۴۳ افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه کړي وو.
اکتوبر میاشت کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د اته ورځنۍ نښتې وروسته، پاکستان د افغان کډوالو د اجباري شړلو او نیولو بهیر په بېلابېلو ښارونو، په ځانګړي ډول اسلاماباد کې، ډېر چټک کړی دی.
له دغو نښتو سره هممهاله ، پاکستان افغانستان سره د هر ډول تګ راتګ لپاره خپلې لارې تړلې وې؛ خو اوس یې یوازې د افغان کډوالو د شړلو لپاره پرانیستې دي.
تازه، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د چمن لاره د دواړو لورو د ځواکونو تر منځ د وړمې شپې نښتې وروسته د شنبې په ورځ هم تړلې پاتې شوې او سلګونه مسافر، کورنۍ او سوداګر دواړو غاړو ته ایسار دي.
اکسپرس ټریبیون لیکلي چې پاکستاني ځواکونو د جمعې شپې له جګړې وروسته امنیتي تدابیر سخت کړي دي.
دغه راز د راپور له مخې طالبانو هم د سپینبولدک په سیمه کې خپلې پوستې ټینګې کړي دي.
