سویلي آسیا سیاست

د هند بهرنیو چارو وزیر:پاکستان کې پوځ تل په یوه نه یوه بڼه واکمني کوي، کله د پردې تر شا او کله هم مخامخ راځي

د هند د بهرنیو چارو وزیر جیشنکر

د هند بهرنیو چارو وزیر جېشنکر ویلي، پاکستان کې پوځ تل په یوه نه یوه بڼه واکمني کوي، کله د پردې تر شا او کله هم مخامخ راځي او دا هر څه کوي.

د جېشنکر په وینا هغه څه چې اوس پاکستان کې روان دي، د دې هېواد د نژدې ۸۰ کالو تاریخ منعکسوي.

د هند بهرنیو چارو وزیر ادعا وکړه، چې ډېر شمیر ستونزې هم د پاکستاني پوځ له امله رامنځته کېږي، چې هند ورسره مخامخ وي.

د نوموړي په خبره، ترهګري، د ترهګرو روزنیز کمپونه او د هند پر ضد فکري دښمني هم داسې څه دي، چې په پاکستاني پوځ پورې تړلي دي.