د چمن روغتون سرطبیب محمد اویس، ویلي چې تېره شپه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې درې ټپیان، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، د دوی رغتون ته لېږدول شوي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد تېره شپه پر خپله اېکس پاڼه ولیکل چې پاکستاني ځواکونود کندهار په سپین بولدک سیمه کې برید کړی او د دوی ځواکونو یوازې ځواب ویلی دی.
خو پاکستاني چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي رسنیو ته وویل چې طالب ځواکونو د باداني پر سیمه هاوان ګولۍ توغولي دي.
په کوټه کې یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط رسنیو ته منلې،چې د تبادلې ډزې تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې (جمعه، دلېندۍ۱۴مه) پیل او تر ناوخته پورې یې دوام درلود.
دا په داسې حال کې چې له تیرو نېږدې شپېتو ورځو راهیسې دطالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي، قطر يې دمنځ ګړیتوب هڅه او ناسته وکړه چې دواړو لوریو په کې په اوربند هوکړه وکړه، بیا د اړیکو د ښه کېدو لپاره د ترکیې استانبول کې ناسته بې پایلې پای ته ورسیده او په وروستیو که د عربستان سعودي لخوا د داوړو لور ترمنځ د ریاض ناسته هم بې پایلې پای ته ورسیده.
پاکستان او طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې څو وارې سره نښتي دي.
د اکتوبر په اته ورځنیو نښتو کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي وو.
