رویټرز د تاجکستان د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دغه هېواد له روسیې او د ګډ امنیت د تړون له سازمان (CSTO) سره خبرې کوي، څو د افغانستان له ناارامه پوله د ساتنې لپاره د روسي سرتېرو د احتمالي مېشت کېدو په اړه موافقې ته ورسېږي.
د راپور له مخې، دا خبرې وروسته له هغې چټکې شوې چې د افغانستان له خاورې د وروستیو بریدونو په پاېله کې پنځه چینايي وګړي ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.
د تاجکستان درې امنیتي سرچینو د سې شنبې په ورځ رویټرز ته ویلي چې د دې هېواد مشران دا ارزوي، څو د پلازمېنې ته نږدې د روسیې له سترې پوځي اډې څخه یو شمېر ځواکونه د ۱۳۴۴ کیلومتره ګډ سرحد د ګډو ګزمې لپاره وکاروي.
راپور زیاتوي چې دغه پوله د سختو غرنیو سیمو له لارې تېریږي او له ډېرو کلونو راهیسې د سیمې یو حساسې امنیتي نقطې بلل کېږي.
د تاجکستان د امنیت شورا یوې سرچینې ویلي چې وروستۍ پرېکړه کېدای شي «همدې اوونۍ» کې وشي.
د ملي امنیت دولتي کمېټې دوه نورو سرچینو هم تأیید کړې چې که موافقه وشي، روسیه غواړي د ګډو ګزمو د پیاوړتیا لپاره پوځي څارنې (هېلېکوپترونه) وکاروي.
تېره اوونۍ، د افغانستان له خاورې د ترسره شویو بریدونو په پایله کې پنځه چینايي وګړي ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.
له دې پېښې وروسته بیجینګ خپلو کارکوونکو او سوداګرو ته امر وکړ چې د تاجکستان له پولې سره نږدې سیمې ژر پرېږدي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د دوشنبې په ورځ د امنیتي چارواکو په غونډه کې د سرحد وضعیت ارزولی دی.
هممهاله، افغانستان کې د طالبانو ویاندویانو ویلي چې د «امنیتي ستونزو» په حل کې له تاجکستان سره همکاري ته چمتو دي.
تر دې وړاندې، د ۲۰۰۰ کال او تر هغه څو کلونه وروسته، د مسکو د پوځي اډې ترڅنګ روسي سرحدي ځواکونو د افغانستان او تاجکستان د ګډې پولې د ساتنې مسؤلیت درلود، خو له ۲۰۰۵ کال راهیسې تاجکستان دا دنده په مستقل ډول پر مخ وړي.
د تاجکستان او روسیې د دفاع وزارتونو تر اوسه د دې خبرو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، او د ګډ امنیت د تړون سازمان هم د خبریالانو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
