د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي هر افغان چې وروسته له ایستلو بیا پاکستان ته داخل شي، فوراً به ونیول شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یوې خبري غونډې ته ویلي، حکومت به د افغان کډوالو د بیا داخلیدو په اړه سخت سیاست عملي کړي.
نقوي وویل د مهاجرینو د ایستلو بهیر په پنجاب، سند او بلوچستان ایالتونو کې په منظم ډول روان دی، خو په خیبر پښتونخوا کې د «جدي خنډ» سره مخ دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د خیبر پښتونخوا پر چارواکو سخت انتقاد وکړ او ویې ویل: «ملی امنیت داسې برخه نه ده چې یو ښار پکې خپله مستقله پالیسي عملي کړي.»
هغه ادعا وکړه چې په خیبر پښتونخوا کې لاهم د کډوالو کمپونه فعال دي.
