د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ، قطر ته په څلورو ورځېني سفر ځي تر څو هلته له یو شمېر نړیوالو ډیپلوماتانو او افغان وګړو سره د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت بحث وکړي.
جینیوا کې د ملګرو ملتونو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ښاغلي بنټ سفر د ډسمبر له لومړۍ نېټې تر څلورمې نېټې پورې ترسره کېږي.
د خبرپاڼې له مخې، بنت به د قطر له دولتي چارواکو، یو شمېر افغانانو او په قطر کې له میشتې نړیوالې ټولنې سره لیدنې ولري.
«هغه لارې چې د سیمې هېوادونه او ورڅخه هاخوا نور هېوادونه کولی شي د افغانستان د خلکو د حقونو ملاتړ پرې وکړي» د دې سفر د خبرو له مهمو محورونو بلل شوي دي.
یاده دې وي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۵م کال په اکتوبر کې د اجماع له لارې د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت تمدید کړی و.
دغه شورا ویلي چې د بنت سیمهییز سفر د هغه د دوامدارو هڅو څرګندونه کوي، څو د افغانستان د وضعیت لپاره همغږی شوی هڅې رامنځته کړي او د بشري حقونو د ښه والي لپاره د «ټولو لارو چارو» د کارولو پر اړتیا بحث وکړي.
