د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رئیس وايي، د افغانستان د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره د پانګونې نوې فرصتونه، په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې رامنځته شوي، خو د ایران ځنډ کولای شي چې دا بازار له لاسه ورکړي.
محمود سیادت د قوس میاشتې په ۷ مه، په افغانستان کې د قطري، ترکي او چيني شرکتونو د فعالیتونو د زیاتېدو په اشاره سره وویل چې د ایران سیمهییز او نړېوال سیالان ددې هېواد له اقتصادي ظرفيتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره «مخکې شوي».
هغه زیاته کړه چې حتی ازبکستان، چې تر دې مخکې یې په افغانستان کې د پام وړ حضور نه درلود، اوس د افغانستان په شمالي ولایتونو کې فعال شوی دی.
سیادت د ایران د سوداګرۍ دفتر د پرانیستلو غوښتنه وکړه ترڅو پانګوالو ته مشورې ورکړي، او په دوغارون او سیستان ازادو سیمو کې پانګونه یې د هغو نورو انتخابونو په توګه یاده کړه چې کولای شي د افغانستان په بازار کې د ایران حضور زیات کړي.
