د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د هوا په سړیدو سره د لرګیو او سکرو بیې لوړې شوي، هغه لوړوالی چې په ځانګړي ډول په کابل کې پر لږ عاید لرونکو کورنیو فشار اچوي.
په داسې حال کې چې خلک له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، په کابل کې د یو خروار لرګیو بیه نږدې ۱۲ زره افغانۍ کېږي.
هغه بیه چې ګڼ شمېر کورنۍ وایي د پرې کولو وس یې نه لري.
ځینې د کابل اوسېدونکي آمو ته وایي، د بېکارۍ او د کافي عاید د نشتون ترڅنګ، د راتلونکي ژمي لپاره د سون توکو برابرول ورته ستونزمن شوي.
احمد مجیب، د کابل اوسېدونکی وایي: «د لرګیو بیه ۱۲ زره ده. د خلکو وس او توان نه رسېږي. باید لرګي ارزانه شي، ځکه ډېر ګران دي او خلک د اخیستو وس نه لري.»
له خلکو سره سم، لرګيپلورونکي هم د بازار د سوړوالي شکایت کوي، دوی ټینګار کوي چې سږکال یې پلور کم شوی.
خو ځینې نور د لرګیو پلورونکي ټینګار کوي چې طالبانو د لرګیو پر وارداتو بندیز لګولی او همدې کار د لرګیو بیې لوړې کړې دي.
