افغانستان سوداګري

امیرخان متقي د ایکو سازمان وزیرانو ناستې ته ویلي، چې افغانستان د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا ته چمتو دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت امیرخان متقي،د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو په ۲۹مه غونډه کې چې د قزاقستان په کوربتوب او په انلاین بڼه جوړه شوې وه،ګډون کړی دی.

په دې انلاین غونډه کې متقي ویلي چې افغانستان د ایکو سازمان له غړو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخولو لپاره چمتو دی.

متقي په دې ناسته کې ویلي چې تېرو څلورو کلونو کې د «امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو لاسته‌راوړنو» دوره وه او په دې موده کې «سرتاسری امنیت»، د سیمې په سوداګرۍ کې ښه رول لوبولی او د مخدره موادو پر ضد پراخې مبارزې شوي.

هغه د افغانستان جغرافیایي موقعیت د سیمې د نښلولو او د ترانزیټي لارو لپاره مهم وباله او ټینګار یې کړی چې د ایکو غړي هېوادونه کولای شي «د افغانستان له پراخو اقتصادي فرصتونو او ظرفیتونو» ګټه واخلي.

طالبانو ددې غونډې د ګډونوالو له خولې ویلي چې د سیمې هېوادونو د لویو ګډو پروژو په ګډون د ترانسپورت، کرنې او سوداګرۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او د اقلیمي بدلون پر ضد د منسجمې همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان «نه جلا کېدونکی غړی » وباله او ویې ویل چې افغانستان د سویلي آسیا هېوادونو ته تر ټولو نږدې او اغېزمنه ترانزیټي لاره ده.

د ایکو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د ۲۰۲۶ کال د بودیجې له تصویب، د یو کلن کار د ارزونې او د راتلونکې غونډې د وخت او ځای له ټاکلو وروسته پای ته ورسېده.

د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) یو سیمه‌ییز اقتصادي سازمان دی چې موخه یې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، فرهنګي او تخنیکي همکاریو پراخول دي.