افغانستان سیاست

د ایران د ملي امنیت شورا منشي، ویلي تهران چمتو دی د سولې د بهیر د ملاتړ لپاره اسلام‌اباد ته «سپین کارت» ورکړي

د ایران د ملي امنیت شورا منشي علي لاريجاني، ویلي چې تهران چمتو دی د سولې د بهیر د ملاتړ لپاره اسلام‌اباد ته «سپین کارت» ورکړي څو پاکستان هر وخت چې اړتیا وي، ترې استفاده وکړي.

لاريجاني دغه څرګندونې د پاکستان د رسمي سفر پر مهال د دې هېواد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې کړي دي.

هغه په خپل اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې خبريال ترې د پاکستان او هند او همداراز د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړو د حل لپاره د ایران د مرستې د چمتووالي په اړه پوښتنه کړې وه چې په ځواب کې یې ویلي:

«پاکستان د ایرانیانو لپاره ډېر عزیز او محترم دی» او تهران چمتو دی د دغو مسایلو د حل لپاره اسلام‌اباد ته «سپین کارت» ورکړي.

علي لاریجاني د سې‌شنبې په ورځ د دوه ورځني سفر لپاره اسلام‌اباد ته رسېدلی او هلته یې د پاکستان له لومړي وزیر، ولسمشر او د پوځ له لوی درستیز سره لیدلي دي.

د هغه د سفر رسمي هدف د دواړو هېوادونو د امنیتي موضوعاتو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې بلل شوي دي.