نړۍ

کرملین: روسیه د اوکراین ناورین د حل لپاره خبرو ته چمتو ده

انځور- له ارشیف څخه د کرملین ویاند دیمتری پسکوف

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، مسکو د اوکراین د جګړې د حل لپاره د خبرو اترو د بیا پیل هرکلی کوي او چمتو دی چې د اړتیا په صورت کې خبرو ته ادامه ورکړي.

د ریانووستي د راپور له مخې، پسکوف وویل چې روسیه دا مهال د اوکراین ناورین د حل لپاره کوم نوی ابتکار نه لري او یوازې د رسنیو راپورونه تعقیبوي. هغه زیاته کړه چې د ولادیمیر پوتین او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د سمدستي ټیلیفوني اړیکې امکان شته، خو د مخامخ لیدنې شرایط تر اوسه نه دي برابر شوي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي سره د لیدنې پر مهال د سولې د خبرو د بیا پیل د اهمیت یادونه وکړه.

پسکوف مخکې هم ویلي و چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو اترو اړیکې درېدلې دي او د چټکو پایلو تمه باید ونه شي.

اردوغان او زېلنسکي د چهارشنبې په ورځ په انقره کې د اوکراین د جګړې او د استانبول د سولې د نوښتونو په اړه خبرې کړې دي. زېلنسکي ویلي، کییف د مذاکراتو د بیا فعالولو لپاره مشخص وړاندیزونه چمتو کوي او د جګړې پای ته رسول د اوکراین لومړیتوب دی.